ایکنانیوز راپور راکړی ، د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي چې د ایټمی موضوع او د ظالمانه او غیر قانونی بندیزونو د ختمولو په موضوع کې له امریکا سره د غیر مستقیمو خبرواترو کې د ګډون لباره د یوه پلاوی په مشرۍ مسقط ته تللی دی، مسقط ته په رسیدا سره ئې د عمان له خارجه وزیر سید بدرالبوسعیدي سره لیده کاته وکړل.
داپه داسې حال کې دي چې پرون ناوخته د ایران او دخارجه وزیر عباس عراقچي په مشرۍ دایران د پلاوي او د امریکا د پلاوي ترمینځ په عمان کې غیر مستقیم خبرې اترې شوي او دا خبرې اترې تر دوه نیمو ساعتونو پورې روانې وې او د عمان خارجه وزیر پکې ددواړو پلاؤ دریځونه تر څلور ځله یوه بل ته رسولي دي.
د ایران او عمان د خارجه وزیرانو په کتنې کې د ایران خارجه وزیر په تولو زمینو کې د دواړو هیوادونو پایدارې او پیاوړو اړیکو باندې د خوښئ په ښودلو سره ، د سیمه ایزو بدلونونو او مسئلو سره په رابطې کې د عمان د مسئولانه کړچار قدرونه وکړه او د ایران او امریکا غیر مستقیمو خبرواترو کوربتوب ئې د همدغه کړچار یوه نښه وبلله او د عمان له خارجه وزیر ئې ددغېو موضوع په با ددوي د اهتمام به خاطر مننه او ستاینه وکړه.
دعمان خارجه وزیر هم د ایران خارجه وزیر او وروسره پلاوي ته په هرکله راشه وئيلو سره د ایران او عمان دوه اړخیزې اړیکې یوه ممتازه رابطه وبلله او د ایران د اسلامی جمهوریت څخه ئې ددغو مهمو خبرواترو دترسره کیدا لباره د مسقط دټاکلو به خاطر مننه وکړه.
په دغې کتنې کې سید بدرالبوسعیدي د ایران خارجه وزیر ترسره کیدونکو خبرواترو دترسره کیدا لپاره د اټکل شوو تمهیداتو او ترتیباتو څخه خبر کړ.
وروستي راپورونه ښئ ددغو خبرواترو په سیمه ایز او نړیواله سویه ډير هرکلی شوی او ان د امریکا سپينې ماڼۍ هم د غه خبرې مثبتې بللي او وئيلي ئې دي چې دواړه لوري د شخړې په حل کولو پسې دي او غواړي په سوله ایز ډول د خبرواترو یوه ننتیجه ترلاسه شي.
https://iqna.ir/fa/news/4275910